سیاست

جمهورريیس غني د اغا خان بنسټ سفیرې سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل /دتلې لومړى /باختر :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې، د افغانستان لپاره د اغاخان پراختیایي بنسټ له سفیرې او ځانګړې استازې نورجهان مواني سره د مخه ښې کتنه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهورريیس غني  د مختلفو پروژو په تطبیق په ځانګړي ډول د انرژۍ، کرنې او په افغانستان کې د تاریخي ابداتو د ساتنې په برخو کې د مېرمن نورجهان مواني هڅې وستایلې.
جمهورريیس له افغانستان سره د اغاخان بنسټ د دوامداره همکاریوله امله مننه وکړه او مېرمن مواني ته یې په راتلونکو ماموریتونو کې د بریالیتوب هیله وښوده.
همداراز مېرمن نورجهان مواني په افغانستان کې پخپل ماموریت خوښي وښوده او ويې ویل، اغا خان پراختیایي بنسټ به په مختلفو برخو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.#پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته