امنیت

يو پوليس او يوملکي وګړى شهيدان شول

کابل باختردسلواغي دولسمه :
يو پوليس له يوه ملکي وګړى سره تېره شپه د نورستان ولايت په يوه واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيد شو.
دغه پيښه دنورستان ولايت د وان وايګل  ولسوالۍ په سيمه کې هغه وخت وشوه چې لمونځ کوونکي له جومات څخه د وتلو په حال کې وو.
د نورستان د وان وايګل ولسوال رحمت الله رحمت باخترآژانس ته وويل چې د دغې چاودنې له امله يو پوليس او يوملکي وګړى شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته