روغتیا

دستندرد دملي ادارې مرکزي لابراتوارونه پرانستل شو ل.

کابل باختر د ثور ديرشمه :
دستندرد دملي ادارې مرکزي لابراتوار ونه نن پرانستل شول
دباختراژانس دخبر له مخې  په هغې غونډه کې چې له همدې امله په دغې اداره کې جوړه شوې وه دستندرد دملي ادارې رييس پوپلزي  پوپل  دخبرو په ترڅ کې وويل ددغه رياست مرکزي لابراتوارونه او اداري ودانۍ  ددغه رياست له بودجې څخه دڅه دپاسه ٨٨ مليونوافغانيوپه لکښت جوړ شوي دي .
پوپلزي  پوپل زياته کړه په دې مرکز کې دودانيو  دميترولوژۍ  او خوراکي توکو نفتي  موادو بريښنا او مايکروبيولوژي موادوکنترول ترسره کيږي .
دغه راز په دې غونډه کې  دښار جوړولو دچارو وزارت معين داحصايې دمرکزي ادارې لوى رييس  او دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونې دعامل هيئت رييس ددغو لابراتوارونو د جوړيدو پر ارزښت باندې  ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته