خبرونهروغتیا

ډاکټرقلندرعباد: د عامې روغتيا وزارت په افغانستان  کې د نري رنځ له منځه وړلو ته ژمن دى

کابل، د تلې٤ مه، باختر

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندرعباد د ” نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام ماموريت د بیاکتنې” په غونډه کې د نري رنځ له ناروغۍ سره د مبارزې په لاره کې د دغې ادارې کارونه وستايل.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت سرپرست  په خپلو خبرو کې ساري ناروغۍ  په تېره بيا د نري رنځ ناروغي په افغانستان کې يوه روغتيايي ستونزه وبلله.

هغه ټينګار وکړ د عامي روغتيا وزارت په افغانستان کې د نري رنځ په له منځه وړلو ژمن دى او موږ له ټولو نړيوالو بنسټونو څخه چې په دې لاره کې له دغه وزارت سره همکاري کوي، ملاتړ او د هغوى د هلوځلو قدرداني کوو.

د عامي روغتيا وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام زياته کړه، چې د عامې روغتيا وزارت يو غيرسياسي بنسټ دى او موخه يي د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول او له نړيوالې ټولني غواړو چې د روغتيايي خدمتونو په پياوړتيا کې له موږ سره همکاري وکړي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا