١٩-کابل باختر د تلي شلمه :
دملي اردو درې تنه عسکر پرون د فارياب ولايت په مربوطاتوکې دماين دچاودنې له امله شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو درې تنه عسکر دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهيرکې دښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله شهيدان شول.
دغه راز دملي اردو يو عسکر دغزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ماين د چاودنې له امله شهيد شو او د دغو ځواکونو يوبل عسکر د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتين دندو دترسره کولو په وخت کې دښخ کړى شوى ماين د چاودنې له امله ټپي شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ