خبرونهښوونه او روزنه
ډاکټرلطف الله خیرخواه، د خصوصي تحصيلي بنسټونو د غوښتنو پر رسيدګي ټینګار وکړ

– کابل، د زمري١٤ مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستیال پوهنمل ډاکټر لطف الله خیرخواه په مشرۍ د دغه وزارت د علمي مرستیالې عالي شورا غونډه جوړه شوه او د خصوصي تحصیلي بنسټونو د غوښتنو پر رسيدګۍ ټینګار وشو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پیل کې د علمي چارو د عالي شورا پخوانیو پرېکړو ته کتنه وشوه او ورپسې د شورا غړو د یو شمېر خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د غوښتنې په اړه چې د اعتبار ورکولو له دریم پړاو څخه تېر شوي او اوس غواړي د نویو پوهنځیو او څانګو د جوړولو په اړه بحث وشو.
دغه راز په دې غونډه کې د شبانې پروګرامونو له زده کوونکو څخه د فیسونو د اخیستو پر څرنګوالي،د نوي نصاب ترڅنګ د درسي مواد په توګه د علمي کتابونو د کارولو پلان او په نورو اړینو مسایلو هم خبرې وشوې او د قانون د حکمونو په رڼا کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
\ ذ