سیاست

د بروکسل کنفرانس د افغانستان لپاره يو مناسب فرصت وبلل شو

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١:
د بهرنيو چارو  وزارت داقتصادي همکاريو معينې عادلې راز پرون  په   کابل کې د اروپا داتحاديې له  ځانګــــړي استازي اوسفير فرانز مايکل   ميلبـــــن سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت  داطلاعاتو رياست باختر آژانس ته خبر ورکـــــړ :
په دې کتنه کې  دواړو  لورو د   بروکسل کنفرانس د جوړولـــــــو  په باب خبرې       وکړې او د دغه  کنفرانس د جوړولو  لپاره د  افغانستان  او د  اروپا د  اتحاديې ګډ پروګرامونه  او دبرخه والو دهرکلى لپاره تيارى   وڅيړل شول.
دکتنې په دوام  دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې  دبروکسل  کنفرانس د جوړولو لپاره دافغانستان دلوري دتياري خبر ورکړ اوله افغانستان سره  په ګډه  ددغه کنفرانس په نسبت دکوربه توب له امله دمننې او قدردانۍ په څرګندولو سره ،په اوسنيوشرايطو کې ددغه کنفرانس جوړول دافغانستان لپاره يو ښه او مناسب فرصت وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته