امنیت

په کندزکې چاودنې مرګ ژوبله واړوله

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٧
په کندزښارکې د بمي چاودنې له امله مرګ ژوبله واوښته.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د نهو بجو په شاوخواکې د کڼ شمېر ملکي وکړو تر منځ وشوه.
په کندزښارکې يوه امنيتي مسوول باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې چاودنه کې درې تنه ملکي وکړي شهيدان او د يوه پوليس په ګډون اووه تنه نور ټپيان شول.
ده وويل: بم ټيک د لسګونو تنو ملکي وکړو د تېريدو په وخت کې له لرې واټن څخه چول شوى دى.
په همدې حال کې عيني شاهدان د دغې پيښې له امله د مرګ ژوبلې شمېر له وړاندې شوى شمېرڅخه زيات بولي.
تر اوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى، خو سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان د دغې مرګانۍ بمي چاودنې مسوول بولي.
جزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته