امنیت

د کابل ښار په يوولسمه ناحيه کې چاودنه شوه

کابل باختر د زمري  اوومه :
يو چسپکي ماين چې نن د پوليسو په يو رنجر موټرکې لګول شوى و؛ د کابل ښار د يوولسمې ناحيې په مربوطاتوکې وچاوديد چې د سر زيان يې نه دى اړولى.
دباخترآژانس دخبرله مخې:
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد د دغه خبرپه تاييدولو سره ويلي دي: يو ماين چې د پوليسو په يو رنجر موټرکې لګول شوى و؛ د کابل ښار د يوولسمې ناحيې په مربوطاتوکې وچاوديدچې د سر زيان يې نه دى اړولى .
دا په داسې حال کې ده چې يوشمېر رسنيو په دې پيښه کې د يو پوليس د ټپي کيدو خبر ورکړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته