کابل باختر دسلواغې يوولسمه :
امنيتي ځواکونو پرون دامنيتي فعاليتونو په بهير کې ٣٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، امنيتي ځواکونو دلغمان ، قندهار ، کندز ، فارياب ، ارزګان، پکتيکا او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې يولړ امنيتي فعاليتونه اجرا کړل . چې له امله يې ٣٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول يوولس تنه ټپيان او دولس تنه نور طالبان دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دننګرهار او دقندهار دولايتونو په مربوطاتو کې ديارلس ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ