خبرونهټولنهTOPروغتیا

ډاکټر عبدالباري عمر: په افغانستان کې یوازې ٤٠ سلنه خلک د خوړو له خونديتوب څخه برخمن دي

 کابل، د وږي ۲مه، باختر

د خوړو او درملو ملي ادارې، نن په کابل کې د دغې ادارې د کړنو، لاسته راوړنو، د درملو او خوړو د کیفیت او خوندیتوب د ښه والي غونډه جوړه کړه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د یادې ادارې لوی رئیس ډاکټر عبدالباري عمر او د دې ادارې مرستیال مولوي مطیع الله صاحبزاده، د اسلامي امارت یو شمېر غړیو، د نړیوال روغتیايي سازمان مسئول او د هېواد یو شمېر ملي سوداګرو ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې، مولوي صاحبزاده، پر کورنیو تولیداتو ټینګار وکړ او ویې ویل: هر هېواد دوو شيانو ته ډېره اړتيا لري. امنيت او اقتصاد او د اقتصاد ښه والى په کورنيو توليداتو پورې تړلى دى.

هغه پر تولیدي او توريدي شرکتونو غږ وکړ چې د درملو او خوړو د واردولو او تولید په وخت کې دې کيفيت او معيار په پام کې ونيسي.

وروسته، د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس، د دې ادارې د لیدلوري، مهمو دندو، مسئولیتونو او لاسته راوړنو په اړه د پرېزنټېشن له لارې ګډوانوالو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل: د افغانستان ټولو خلکو ته د باکيفيته خوړو او خوندي درملو وړاندې کول او صحي محصولاتو ته د هغوى لاسرسى، د درملو او خوړو ملي ادارې ليدلورى دى.

د عمر د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې اوس یوازې ٤٠ سلنه خلک د خوړو له خونديتوب څخه برخمن دي، پاتې ٦٠ سلنه نور خلک د خوړو له خونديتوب څخه بې برخې دي؛ خو د خوړو او درملو ادارې د دې ستونزې د حل په موخه یو لړ پلانونه ترلاسه لاندې لري.

ډاکټر عمر، په تېرو پنځو میاشتو کې د وارداتي درملو او روغتیايي محصولاتو چارو د تنظیمولو، ثبت او جواز ورکولو، کنټرول او کیفیت او د څارنې او پلټنې په برخو کې د یادې ادارې د ځینو مهمو لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغې ادارې په همدې موده کې ١٥٠ ټنه بې کيفيته غوړي ضبط کړي اوهغه مواد پکې دي چې د سرطاني ناروغيو لامل کېږي.

د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس په خپلو خبرو کې، له خصوصي سکټور څخه د دې ادارې ملاتړ څرګند کړ او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې د درملو او خوړو اړوند نافذه قوانین او مقررات رعایت او د فعالیت جواز ترلاسه کړي. ګران پلورنه ونکړي او د قاچاقو او بې کیفیته درملو او خوړو په مخینوي کې دې له یادې ادارې سره همکاري وکړي. همدا رنګه د درملو بیه په افغانیو ولیکي، د درملو انتقالات په معیاري وسایلو ترسره کړي او د انتقالاتو معیاري شرایط په پام کې ونیسي.

دغه راز په افغانستان کې د نړیوال روغتیايي سازمان مسئول داکټر لیو ډپنګ، د تولیدي او وارداتي درملو پر کنټرول ټینګار وکړ او ویې ویل: دوا هغه محصول دی چې د افغانستان ډېری خلک یې په اړه پوهاوی نلري او په دې اړه باید خلکو ته د پوهاوي ورکولو پروګرامونه ترسره شي.

هغه د درملو د کنټرول او کیفیت پر ارزښت خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د نړۍ روغتیایي سازمان (WHO) به د افغانستان له روغتیايي برخو په ځانګړې توګه د خوړو او درملو ملي ادارې سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د غونډې په دوام، د «سنو فارما» فابریکې رئیس حاجي محمد سعید، د درملو د واردونکو، تولیدونکو او پلورونکو پرهمغږۍ ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد نافذه قوانینو او مقرراتو ته دې درناوی ولري. دغه راز پر سوداګرو یې غږ وکړ چې د هېواد د ځان بسیاینې لپاره دې له تجارت څخه د صنعت په لور ګامونه پورته کړي او باکیفیته او معیاري تولیدات ولري.

د غونډې په پای کې، د افغانستان د درملو او صحي محصولاتو د صنعت رئیس ډاکټر احمد سعید شمس، درملیزو خدمتونو اتحادیې رئیس اسدالله کاکړ او د درملو متشبثینو اتحادیې رئیس ګل حلیم حلیم، خپلې غوښتنې او ننګونې شریکې کړې.

هغوی په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د زیات ملاتړ او د آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره به د پخوا په شان خپلې مرستې او همکارۍ جاري وساتي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال ۹۰ سلنه درمل له نورو هېوادونو افغانستان ته واردېږي او یوازې ۱۰ سلنه د هېواد په دننه کې تولیدېږي. دغه راز له ۲۰۰۰م کال راپدېخوا په هېواد کې د درملو ۸۸ فابریکې د فعالیت جواز اخیستی چې له دې جملې ۵۶ یې فعالیت کوي، خو نور یې د بیا فعالېدو په کارونو بوخت دي. د درملو د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ۲۵۰میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې چې له دې لارې ۵۰۰۰ زره کسانو ته په مستقیم او شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د راپورونو له مخې؛ په هېواد کې ۶۳۰ قلمه درمل تولیدېږي چې ۱۵ قلمه یې کولی شي د هېوادوالو تقاضا پوره کړي.

وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا