کابل باختر دوري اوولسمه :
دپروان ولايت په مربوطاتو کې پرون دګډو عملياتو په نتيجه کې يوه اندازه چاوديدونکي توکي او مهمات دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دغه عمليات د٢٠١ سيلاب قول اردو ددريمې پلې لوا ددريم کنډک، دملي پوليسو او دملي امنيت دځواکونو له خوا دپروان ولايت د بګرام ولسوالۍ دميان شاخ په کلي کې ددريمې لوا ددريم کنډک په مشرۍ پيل شول چې په نتيجه کې يې يو پنځه ډزې ټوپک ، چاوديدونکي توکي دوه کلچې صابون، دکلاشينکوف ١٣٠٠ ګولۍ ، درې دانې دکلاشينکوف بند، يوه اندازې پرزې ، درې لاسي بمونه ، دالوتکې يوه چريکي زينه ، دتومانچې ٢٢ ګولۍ ، دپيکا ١٥٠ ګولۍ او نور وسايل ترلاسه شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل