خبرونهTOPروغتیا

ډاکټر قلندرعباد: د عامې روغتيا وزارت د هېواد خلکو ته د باکيفيته، عادلانه او ګټورو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دى

کابل، د وږي ٢مه باختر

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندرعباد  نن ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې په  تېر يو کال کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو او کارونو په اړه څرګندونې وکړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې په دې پروګرام کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړ شو د عامې روغتيا وزارت سرپرست په داسې حال کې چې د دغه وزارت يو شمېر مسوولين هم حاضر و د تېر يو کال په بهير کې د دغه وزارت د بېلابېلو برخو د کارونو او برياليتوبونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وويل؛ چې د عامې روغتيا وزارت يو کليدي وزارت دى چې هدف يې د هېواد خلکو ته د باکيفيته، عادلانه او ګټورو روغتيايي خدمتونو وړاندې کول دي.

ډاکتر عباد زياته کړه چې په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د کيفيت لوړول، په روغتونونو کې اصلاحات، د تعليمي او تخصصي پروګرامونو معياري کول، د کرونا ويروس او د نورو ساري ناروغيو د خپرېدو پر خلاف مبارزه، د پوليو ويروس له منځه وړل، په هېواد کې د روغتيايي ستونزو او د اداري فساد پرخلاف مبارزه د دغه وزارت  له لومړيتوبونو څخه دي.

دغه راز د عامي روغتيا وزارت سرپرست د عامي روغتيا وزارت د ستراتيژيکي هدفونو، تشکيل، روغتيايي خدمتونو، بوديجي، د هوکړه ليکونو د لاسليکولو او د ظرفيت لوړولو، د روزنيزو پروګرامونو د جوړولو په اړه معلومات ورکړل.

هغه دغه راز د دغه وزارت په مرکزي لابراتوارونو کې د بېلابېلو لابراتواري معايناتو، تشخيصيه خدمتونو او نورو روغتيايي خدمتونو په اړه چې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د دغه وزارت له خوا خلکو ته ترسره شوي دي هم معلومات ورکړل.

ډاکټرعباد څرګنده کړه چې د عامې روغتيا وزارت مکلف او ژمن دى چې د خپلو دندو په اجرا کولو کې د اسلام د مبين دين د شرعي حکمونو او ټولو اصولو له مخې عمل وکړي او د اسلامي امارت په چوکاټ کې د شرعي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره بشپړ صداقت او ايماندارۍ سره کار وکړي.

د دغه پروګرام په وروستۍ برخه کې د عامې روغتيا وزارت د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

\ ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا