امنیت

په ارزګان کې دماين دچاودنې له امله څلورو تنو پوليسانو ته مرګ ژوبله

کابل باختر د زمرى  دريمه :
په ارزګان ولايت کې  دماين دچاودنې له امله  يو پوليس شهيد او درې تنه نور پوليسان ټپيان شول .
دغه پيښه  پرون  د ترينکوت ښار  په سر مرغاب  کلي کې  هغه وخت رامنځته شوه چې  دغو پوځيانو  دماين دشنډولو نيت درلود .
   درارسيدلو خبرونو له مخې ، دپوليسو  ځواکونو  يو ماين دوسله والو طالبانو له خوا ددغه کلي په لاره کې ځاى پرځاى کړى و  شنډ کړ، خو دويم ماين  دشنډولو په وخت کې وچاوديد او يو پوځي  شهيد او درې تنه نور يې ټپيان کړل .
   دارزګان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر  محمد اسلم کوچي  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دې چاودنه کې  دسيمه ئيزو  پوليسو يو قوماندان  موسى کريم شهيد او درې تنه نور پوليسان  ټپيان شول .
ده وسله وال طالبان  ددغې پيښې مسوول  وبلل او ويې ويل  چې ددغې پيښې دعاملينو  دپيژندنې او نيولو لپاره  پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته