امنیت

ستر امنيتي معين دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ امنيتي حالت وڅيړه .

کابل  باختر د وري څلور ويشتمه :

دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ  دامنيتي حالت په څيړنې سره دچارو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې له ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره دې ددښمن په ځپلو اقدام وکړي او په سيمه کې دې دملي اردو له ځواکونوسره لازمه همکاري ولري .

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په هغې  غونډه کې چې دکورنيو چارو وزارت دستر امنيتي معين په مشرۍ  دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ دامنيتي حالت  دڅيړنې په مقصد جوړه شوې وه دکورنيو چارو وزارت دپوليسو دچارو او داوپراسيون رييسانو سرحدي لوى قوماندان ، دعامه نظم  قوماندان او يوشمير جنرالانو او ددغه وزارت دنورو څانګو رييسانو ګډون کړى و .

ددغې غونډې په بهير کې  دامنيتي چارو ستر معين دويديو کنفرانس  له لارې په بدخشان ولايت کې دامنيتي ځواکونودهمغږۍ  په مرکز کې دچارو له مسوولينو سره اړيکې ونيولې  او په مشرح ډول يې دامنيتي حالت د څرنګوالي  رپوټ وڅيړه .

دامنيتي  چارو ستر معين دغه راز دغونډې برخه والو ته لارښوونه وکړه چې  په جرم ولسوالۍ کې دپاکولو دعملياتو دګړندي کولو او په دغې ولسوالۍ کې ددښمن دځپلو په لاره کې  بيړنۍ او لازم اقدامات ترلاس لاندې ونيسي او په دې لاره کې دې له هيڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته