
کابل، د لېندۍ ۶مه، باختر
په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعیم په دوحه کې د قطر بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه د درب الساعی (پیام راوړونکي) نندارتون په پرانیستغونډه کې ګډون وکړ.
په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه خبر پاڼه کې لیکلي، چې په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعیم د قطر د دولت د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه د درب الساعی تر عنوان لاندې د ستر نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
دغه نندارتون هر کال د قطر دولت د کلتور وزارت لخوا ترسره کېږي، چې په کې۴۶ کلتوري، فکري، ادبي هنرونه او نور فعالیتونه نندارې ته وړاندې کېږي.
په دې مراسمو کې د شیخ عبدالرحمن بن حمد آل ثاني سربېره د قطر د کلتور وزیر، سفیران، د بهرنیو هېوادونو استازي، علمي شخصیتونه، مدني او ټولنیز فعالان او خبریالان هم د ګډون لپاره بلل شوي وو.
لمر