امنیت

يوتن په بغلان ولايت کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٥ :
په بغلان ولايت کې په يوه سړي دوسله والو کسانو له  خوا بريد وشو او ووژل شو.
دغه پيښه تيره شپه  دبورکې ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو کسانو  په يوه سړي ډزې وکړې .
تراوسه پورې ددغې پيښې انګيزه روښانه  نه ده  خو دسيمې يو اوسيدونکى چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي دباختر آژانس خبريال ته وويل  يرغلګر دسيمې اوسيدونکي دي  او کلونه کلونه کيږي چې  په دغې ولسوالۍ کې په وژنې ، ترور ، غلا او لوټمارۍ لاس پورې کوي .
ويل کيږي په دغه سړي هغه وخت  دوسله والو کسانوله خوا بريد وشو چې په خپل موټر کې خپل کور ته روان و  .
په همدې حال کې  دبغلان ولايت  امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه  پيښه تائيد کړه او ويې ويل ،  چې له اندازې څخه زيات  دځينو  زبر ځواک کړيوملاتړ ددې سبب شوى دى    چې تبهکارې  ډلې
فعاليتونه زيات  کړي .
ده وويل :  امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل  کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته