نړۍ

په پيښورکې دچاودنې له ا مله اته تنه شهيدان شول .

پيښورباختر دثور٩
قاضي محمد امين وقاد زوى ،قاضي هلال احمد امين نن سهار دپيښور ښار دپو هنتون په واټ کې دچاودنې له امله دادريس احمد په نامه له يو بل افغان سره شهيد شو.
په پيښورکې د افغانستان جنرال قونسل سيد محمدابراهيم خيل وويل چې قاضي هلال احمد وقاد په پيښور کې د افغانستان دقونسلګري د تجارتي کميسيون غړى وو او ادريس احمد په پاکستان کې د افغانستان دمهاجرينو دچارو وزارت داتشه په توګه دنده ترسره کوله چې دواړه له يو بل سره دکاکا زامن وو.
دباختراژانس دخبر له مخې، په دې چاودنه کې څه نا څه اته تنه نور هم شهيدان شوي او ٤٥ تنه نور ټپيان شوي دي .
په دې بريدکې چې د مشکوکوطالبانو مليشو په واسطه تر سره شو دپوليسو يوه ليږدوونکې واسطه له يوه مسافروړونکې موټر سره ترڅنګ روان و بريد شوى دى چې له دې جملې څخه يو پوليس له خپل زوى سره هم ټپي شوى دى.
دپوليسو د مامور دڅرګندونو له مخې، ښايي يرغلګر يوموټرسايکل سپور ځانمرګى يرغلګر و.
ده وويل چې په دې چاودنه کې له پنځو څخه ترشپږو ګيلوګرامو پورې چاوديونکي تو کي کارول شوي دي .
دخيبر دروزنيز روغتون اجرائيوي مدير په دې پيښه کې د اتو تنو شهادت اود٤٣ تنونوروټپي کيدل تا ئيد کړى دى.
سر بيره پردې دپاکستاني رسنيو په خبرونو کې ويل شوي دي چې ددغې چاودنې په وخت کې دپيښور کميشنر صاحب زاده انيس هم  له همدې نا حيې څخه دتيريدو په حال کې وو خود پيښور د کميشنري دڅرګندونو له مخې، په ښکاره دغه کميشنر روغ رمټ پا تې شوى دى.
.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته