فیض اباد / د کب / ۴/ باختر
د بدخشان پولیسو نن په دغه ولایت کې دوه تنه د نشه یی توکود قاچاقو په تور ونیول.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني د باختر اژانس خبریال ته وویل چې پولیسو دغه کسان په دوو جلا جلا عملیاتو کې د کشم ولسوالۍ د پسته مادابه په مربوطاتو او د دغه ولایت د مرکز فیض اباد ښار په دروازه کې ونیول.
هغه وویل چې له نیول شویو کسانو څخه څه د پاسه ٧ کیلو ګرامه اپین ترلاسه شول .
پای / سعیده
1 د یوې دقیقې څخه لږ