کابل باختر دتلې دريمه :
١٧ تنه په ننګرهار ولايت کې د ډول ډول جنايي پيښو په اړوند ونيول شول .
دغه کسان په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په بيلابيلو ساحو کې دپوځيانو دځانګړو عملياتو او پلټنو په بهير کې نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرفي وال باختراژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو دانسان وژنې ، غلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتونې تور لګول شوى دى .
ختم- ف_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ