
کابل، د مرغومي ۴ مه، باختر
د بغلان د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د لوبغاړو د هڅونې په موخه د ۸ ټيمونوترمنځ د والیبال یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې دي.
د بغلان د بدني روزنې او ورزش آمر قاري محمد امیر امیري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه سیالۍ د پلخمري ولسوالۍ کې د ۸ ټیمونو ترمنځ ترسره شوې، چې په کې ډنډ شهاب الدین ټیم د زمناخېلو ټیم ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو اتلولي وګټله.
اندړوال، جهانیار