امنیت

درې تنه ټپيان شول .

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه

  په پل علم ښار کې نن دماين چاودنې  له امله ديو پوليس په ګډون  درې تنه ټپيان شول .

  دلوګر دوالي  ويندوى دين محمد درويش  باختر اژانس ته وويل دغه ماين په يوه لاسي کراچي کې ايښودل شوي و او له لري واټن څخه اداره کيده دولايت ددفتر په پنځوس متري واټن کې وچاوديد چې له امله يي دوه تنه ملکي وګړي اويو پوليس ټپيان شول .

 دنايب امين خان لوګري په روغتون کې موظف ډاکتر سميع الله وويل ټپيان په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي خو ددوي دروغتيايي حالت په باب يي  څه ونه ويل  يوه ورځ مخکې هم په پل علم  ښار کې يو ښوونځي ته نږدي  يو ماين وچاوديد او دوه تنه ملکي وګړي يي ټپيان کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته