کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٤نيټه :
ددوو تنو ځانمرګو يرغلګرو په ګډون اووه تنه ډار اچوونکي د ننګرهارولايت په مربوطاتو کې دپوځيانوله خوا ونيول شول.
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ چې ددغو اوو تنو نيولو شويو ډار اچوونکو له جملې څخه دوو تنو يې غوښتل د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو سيمو کې ځانمرګي بريدونه وکړي.
ده وويل ؛ له نيول شويو کسانو څخه يوشمېر وسلې ، ځانمرګي واسکټونه او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
پاى ج ذ