ورزش

داسلام قلعه ښارګوټي ټيم دفوټبال دسياليو اتل شو .

کابل باخترد ليندي څوارلسمه :
په هرات کې دولسواليو دجام دفوټبال  دسيالۍ  داسلام قلعه ښارګوټي  ټيم په اتلوالى سره پاى ته ورسيدې .
دهرات ولايت دورزشي  امريت مرستيال  ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: دولسواليو  دجام دفوټبال  سيالۍ له څه مودې راپديخوا ديو ويشتو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې وې او په پاى کې  داسلام قلعه  ښارګوټي دغوريانو دبي ټيمونو وروستۍ  پړاو ته لاره وموندله .او دغه لوبه ديوې په وړاندې په دوو سره  داسلام قلعه  ښارګوټي دټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم لومړى مقام وګاته .
ديوه اړونده خبرځاى  دڅرګندونو له مخې : دغه راز دغوريانو د بي او دشينډنډ  ولسوالۍ ټيمونو  دويم او دريم مقامونه وګټل .
دغه سيالۍ  کال په کال  دورزش دودې  په موخه دهرات دولسواليو او  دهغه دښارګوټودټيمونو ترمنځ په هرات ښار کې ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته