سیاست

دفضل هادي مسلميار په مشرۍ دمشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې ګڼې مسئلې وڅيړل شوې

کابلباختر دسرطان ٣٠
دسنا مجلس د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د دولت د قضاياوو قانون، پرعايداتو باندې دمالياتو د قانون د دوه اويايمې مادې دلومړې فقرې تعديل او د مشرانو جرګې د داخلي دندو د اصولو ځينې مادې تصويب شوې. خو دغونډې په پيل کې د مشرانو جرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان په مشرۍ د آزادو خبرو په برخه کې يو شمېر سناتورانو د هيواديوه قوم ته دسپکاوي په باب د ولسي جرګې د يوه غړى سيد انورسادات څرګندونې د نه زغم وړ وبلل شوې اوټينګار وشو چې عدلي اوقضايي ارګانونه دې بايدموضوع تعقيب کړي او هم له ولسي جرګې څخه وغوښتل شول چې د نافذوقوانينو په پام کې نيولو سره دې د ده پرخلاف جدي تصميم ونيسي.
دغه راز په غونډه کې په هيوادکې د امنيتې حالاتو د خړپړ کيدو په باب دخبرو په ترڅ کې وويل شول: دغيرمسوولووسله والو کسانو شتون چې د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې د دوو ډلو ترمنځ د وسله والې نښتې سبب شوې دي چې له امله يې يوولس تنه ووژل شول او يو تن ټپي شوى دى او ټينګاروشو چې اړونده مسوولين دې ددغې پيښې مسوولين ونيسي او دقانون منګولو ته دې وسپاري.
دغه راز د پوليسو د منسوبينو له خوا په بغلان ولايت کې د دوو تنو تنکيو پيغلو تښتونه او د هغوى ديو تن وژنه د سناتورانو له غوصې سره مخامخه شوه او ټينګار وشو چى د دغه  زړه بوږ نوونکى جنايت عاملين دې دقانون منګولو ته وسپارل شي او په دوى دې د سختو مجازاتو حکم تطبيق شي او هم مسوولين دې د بلې تنکۍ پيغلې په خلاصون کې چې لا تر اوسه پورې هم ددغو جنايتکارانو په ولکه کې ده؛ په جديت سره عمل وکړي او هغه دې د هغوى له منګولو څخه آزاده کړي.
دغه راز په غونډه کې د زابل ولايت په قلات ښارکي د بريښنا د کمښت موضوع ، د دايکنډي ولايت په ګجران ولسوالۍ کې د ملي اردو ديوې قطعې ځاى پرځاى کول ، په هرات او نيمروز ولايتونو کې د ملي اردو د ځواکونو په منسوبينو د تروريستي بريدونو زياتوالى، په کابل ښار کې د امنيتي ځواکونو په تيره بيا دپو ليسو د رنجر وسايطو د ګړندي تګ مخنيوى اود وسله والو طالبانو له خوا له شپږو تنو ساتوونکو سره يې د خوست ولايت د سپيرې ولسوالۍ د ولسوال د ورور وژل کيدل هغه موارد وو چې د سناتورانو له خوا وړاندې شول اود هريو په باب جلا جلاتصميمونه ونيول شول.
دغه رازځينو سناتورانو کابل ته دپاکستان دصدراعظم دملي امنيت د سلاکارسفر يو مثبت ګام وباله  خو په تيرو لسوکلونوکې دافغا نستان اوپاکستان ترمنځ دخبرو د نتيجو له ا مله يې ترديد څرګند کړ او وې ويل: ترهغه وخته پورې چې ددغه هيواد استخباراتي سازمان خپل مغرضانه پرو ګرامونه بدل نه کړي؛ په سيمه کې به دايمي سوله تامين نه شي.
دغه راز دغونډې په يوه برخه کې سناتورانو دجوزجان د والي په توګه ددغې جرګې ديوه غړى بايمراد قوينلي ټاکنه پرځاى انتخاب وباله او د مبارکۍ د مراتبو په څرګندولو سره يې په اړوندو چاروکې د حاجي قوينلي د زياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
دفضل هادي مسلميار په مشرۍ دغونډې د کار په دوام ، پرعايداتو باندې دمالياتو دقانون د دوه اويايمې مادې دلومړې فقرې تعديل چې دمشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې په کميسيون او په نورو کميسيونونوکې ترتدقيق او مطالعې لاندې نيول شوي و؛ د سناتورمولوي عبدالوهاب عرفان له خوا غونډې ته  وړاندې شو او د مجلس د يو شمير غړو له خوا د نظر له څرګنديدو وروسته تصويب شو.
وروسته د دولت دقضاياوو قانون چې د سنا مجلس د تقنين ، عدلي او قضايي چارو په کميسيون او په نورو  دايمي کميسيونونوکې ترتدقيق اومطالعې لا ندې نيول شوى و؛ د سناتورانو مولوي غلام محى الدين منصف او حاجي محمد حسن هوتک له خوا غونډې ته وړاندې شو او د رايو په اکثريت دهغه داتمې مادې د اوومې فقرې تعديل تصويب او دکل په توګه دغه قانون په څلورو فصلونو او ٣٩ مادوکې د مجلس له خوا تاييد شو او هم په غونډه کې د مشرانو جرګې د داخلي دندو اصول د اتم فصل تر ٤٤ مادې پورې تصويب شول.
دغه راز د وګړو د احوالو دثبت قانون او د ښاري خدمتونو د محصول د قانون څلورمه ګڼه ضميمه چې په دې وروستيو وختوکې پړاونه يې د ولسي جرګې له خوا بشپړ شوي او د تصويب په مقصد دمشرانو جرګې ته ليږل شوى و؛ غونډې ته معرفي شول او په ترتيب سره د تدقيق اومطالعې لپاره د تقنين عدلي اوقضايي چاروکميسيون او د ملي اقتصاد ، مالي او بودجې کميسيون ته وسپارل شول.
دغه راز په غونډه کې په ښه توګه د دوبنيو رخصتيو د وخت د دندو دتنظيم په خاطر سبا هم د مشرانو جرګې فوق العاده غونډه اعلام شوه او هم دمشرانو جرګې دوبينى رخصتۍ د زمري د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د وږي د مياشتې ترپنځلسمې نيټې پورې د مجلس د غړو له خوا تاييد شوې او ټينګار وشو چې دهيواد امنيتي ارګانونه او د ولايتونو مسوولين دې د رخصتيو په ورځوکې د ملي شورا دغړو د امنيت په تامينولو او د لازمو اسانتياوو په برابرولوکې لازم تدبيرونه ونيسي.
دغونډې په پاى کې د مشرانو جرګې رييس د دغو مواردو د جمعبندۍ په ترڅ کې د هيواد له جمهور رييس څخه مننه وکړه چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو د خپلواک کميسيون د تشکيل، دندو اوصلاحيتونو قانون اود نتخاباتو قانون يې په ډيرلنډ وخت کې توشيح کړى دى او ټينګار يې وکړ چې اړونده مرکزو نه دې ددغو قوانينو په تطبيق کې عملي ګامونه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته