ټولنه

د معلولينو نړيواله ورځ په کندزکې ونمانځل شوه

کابل باختردليندۍ دمياشتې١٧نيټه :
د معلولينو نړيوالو ورځ نن په کندز ولايت کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په کندز ښارکې جوړه شوې وه، د کندز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې معلولين د ټولنې ډير محترم قشر دى او ټولو ته لازمه ده چې له دغه قشر سره ښه چلند او له هغوى سره مرسته وکړي.
د کندز والي زياته کړه چې د توان تر پولې پورې د معلولينو د ستونزو د لرې کولو په مقصد همکاري کوي.
د کندز ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس محمد ظاهر عظيمي وويل چې د ولايت د مشرتابه د لارښوونې او د هېواد د جمهور رئيس د حکم له مخې په دغه ولايت کې  د بايومتريک د ثبت پروګرام پيل شوى دى چې دغه پروګرام د معلولينو لپاره د دوى د حقوقو او امتيازاتو د ترلاسه کولو په برخه کې يو لړ اسانتياوې رامنځته کوي.          پاى ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته