نړۍ، د سلواغې ۹ مه، بهرنۍ رسنۍ
د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې پرون یکشنبې اردن کې د سوریې پولې ته نږدې د امریکایي ځواکونو پر پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې برید ترسره شوی، چې پایله کې یې درې امریکایي سرتېري وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
ځینو نورو رسنیو بیا دغه برید کې د ټپیانو شمېر ۳۴ تنه ښودلی دی.
پنټاګون او سپینې ماڼۍ دغه برید تایید کړی او سیمه کې د امریکایي پوځ ځينو چارواکو د غزې د روانې جګړې له پیل راهیسې دا تر ټولو خونړی برید بللی دی.
د دغه برید مسولیت تر دا مهاله په رسمي ډول چا نه دی منلی، خو امریکایي رسنیو د دغه هېواد د ځینو چارواکو له قوله ویلي، چې ممکن دغه برید د حزب الله عراقۍ څانګې ترسره کړی وي.
راپورنه زیاتوي چې اردني چارواکو له امریکا څخه د دفاعي لا پرمختللیو دستګاوو د ورکړې غوښتنه کړې ده.
دغه راز امریکایي چارواکو ویلي، چې دوی د دغه برید د غچ اخیستلو لپاره پر طرحې جوړولو کار کوي.