امنیت

دوه ډله غله په کابل ښارکې ونيول شول

کابل باختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
د ملي امنيت د لوى رياست منسوبينو دوه ډله غله چې په کابل  ښارکې په وسله والو غلاو او انسان تښتونو بوخت وو، د دغه ښار له مربوطاتو څخه ونيول.
نيول شوي کسان د غلو د ډلې سرګروپ محسن، په خالد ده دانا مشهور عبدالقدير د دغه بانډ مرستيال، د دغه بانډ بل غړى او متکرر مجرم عمراخان،  په رامز مشهور فواد د دغه ګروپ غړى، محسن د دغه ګروپ غړى او په تور بي بي مهرو مشهور نوراحمد د دغه بانډ غړى او متکرر مجرم بلل شوي دي.
دوى اعتراف کړى دى چې په کابل ښارکې په  وسله والو غلاو او د شمتنو کسانو  په تښتولو مصروف وو او په دريمه، څلورمه، اتمه، نهمه او دولسمه ناحيوکې يې   هم څو مورده وسله والې غلاوې ترسره کړې دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته