(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

کابل؛ د چهلستون او پډولې سړک ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د پخولو چارې پیل شوې


کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د اوومې ناحیې اړوند د چهلستون او پډولې سړکونو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک پخولو چارې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۳۱۵ متره اوږدوالی او۳۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو کرښو، ګلدانونو او نورو برخو په ګډون به د نږدې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت په بنسټیزه توګه جوړ شي.
دا سړک له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی، چې په جوړېدو سره به یې د اړوند سیمو اوسېدونکي له ترانسپورټي او ټولنیزو آسانتیاو څخه برخمن او د چهلستون بازار په ګڼه ګوڼه کې به د پام وړ کمښت راشي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا