
کابل، د وږي ۲۲مه، باختر
د کابل ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند له کوټه سنګي څخه تر کمپنۍ چوک پورې سړک د فرعي کرښو قیر کولو چارې پیل شوې.
د دغه سړک د فرعي کرښو بنسټیزې چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، اوس په دوه کاري وختونو کې روانې دي ترڅو ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا فرعي سړکونه په ټولیزه توګه ۱۱ زره ۲۸۴ متره اوږدوالی او ۱۰.۷ متره سور لري، چې په جوړېدو سره به یې د اړوند سیمو ترافیکي ستونزې حل او ورسره جوخت به ښاریانو ته ګڼ شمېر آسانتیاوې هم رامنځته شي.