سیاست

دوزيرانو شورا د طالبانو د تحريک او ددغه هيواد د حکومت د خبرو هرکلى وکـــړ

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢١ :
د افغانستان د وزیرانو شورا د پاکستان د طالبانو د تحریک او د پاکستان د حکومت تر منځ د سولې د مذاکراتو د شروع کېدو استقبال وکړ او  سوله یې د سیمې د خلکو د بنیادي حقوقو د ساتنې او د دوی د پرمختګ لپاره اساسي شرط وباله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي .
د وزیرانو شورا څرګنده کړه چې سوله او جګړه افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه په یو ډول متأثر کوي.
د افغانستان د وزیرانو شورا پر افغاني طالبانو هم غږ وکړ چې د خپل وطن او ټولې سیمې د آرامۍ، ښېرازۍ او د خلکو د ژوندانه د خوندیتوب لپاره د اسلام د مقدس دین له ارشاداتو سره سم مذاکرات شروع کړي او د سولې له عالي شورا سره خبرې پیل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته