خبرونهامنیت

کابل: امنیتي ځواکو یو تن له ۷۸۰ زره جعلي پیسو سره نیولی دی

 کابل، د تلې۱۲مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست پولیسو په کابل ښار کې د یو لړ چاڼيزو عملیاتو په پایله کې ۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.

د یاد وزارت د انتک ریاست د توحيد او پلټنې مدیر سمونوال ابوذر وايي، چې د دغه  کسانو له ډلې څخه یو تن یې د جعلي پېسو، یو تن یې د سایبري جرمونو او درې تنه نور یې د پاسپورټونو د کمېشن کارۍ، په تور نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې له نیول شوي کس څخه ۷۸۰ زره جعلي افغانۍ ۱۸۰۰ جعلي ډالر او یو میل کلاشینکوف هم ترلاسه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې هم یوشمېر کسان د پاسپورټونو د کمیشن کارۍ او جعل په تور نیولي او د قانونو منګولو ته یې سپارلي وو.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا