کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٥ :
دملي دفاع وزارت خبرتيا
د هېواد د مرکز او ولايتونو د نهمو ټولګيو هغو ټولو فارغانو ته چې په حربي ښوونځي کې دشموليت هيله ولري خبر ورکول کيږي د سلواغې مياشتې په لسمه نيټه په مرکز او ولايتونو کې د ملي اردو دجلب او جذب په ټولو مرکزونو کې د ١٣٩٦نوي تعليمي کال لپاره نوم ليکنه په لاندې شرايطو سره پيليږي.
_ داوطلب د نهم ټولګي فارغ وي.
_ عمر يې د١٦ او ١٨ کلونو ترمنځ وي.
_ د افغانستان دتابيعت تذکره ولري.
_ داوطلب هيڅ راز حزبي ، سياسي او تنظيمي ، اړيکې ونلري اويو افغان بچى او دملي وحدت سمبول وي.
_ داوطلب مجرد وي
_ داوطلب دخپلې کورنۍ دموافقې پر اساس په حربي ښوونځي کې شامليداى شي .
_ داوطلب دښيې روغتيا خاوند وي ، معلول ، معيوب اوناقص الاعضا نه وي.
_ داوطلب بايد دخپل ټولګي اول نمره يا دويم نمره وي.
_ داوطلب دسويې د آزموينې له تيرولو وروسته دملي دفاع وزارت دواکمنو مقاماتو دهيئت تر نظر لاندې انتخاب او جذبيږي.
_ داوطلب دشموليت فورم املا او هغه د فورم دغوښتنې له مخې بشپړ کړي.
په حربي ښوونځي کې دشموليت داړتياوړ سندونه :
_ د داوطلب غوښتنليک
_ دشموليت فورم ،
دتابيعت تذکره
_ روغتيايي فورم
_ تضمين خط
_ دسوانح کارت او د نهم ټولګي د فراغت سند
دغه راز په حربي ښوونځي کې د زده کوونکي په شامليدو سره له پخواني ښوونځي سره دده ټول علايق قطع کيږي .
2 1 دقیقه لوستل