ورزش

دمتحد چاردهي او مشعل ټيمونه لوبه کوي.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
په کابل کې دفوټبال دالف دګروپونو سيالۍ نن مازيګر دمتحدچهاردهي او دمشعلو دټيمونو په لوبې سره دوام مومي.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په کابل کې د فوټبال دالف دګروپونو سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ په يوې لوبې سره دوام کوي او ددغو سياليو په دوام پرون دمخابراتو ټيم دصفر په وړاندې په يوې سره داميد افغان ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته