سیاست

ددايکنډي ولايت دڅارنوالۍ دودانۍ دجوړولوکار پيل شو .

-کابل باختر د وږي ديرشمه :
ددايکنډي ولايت دڅارنوالۍ  دودانۍ دجوړولوکار پرون پيل شو .
دباختر اژانس دخبرله مخې ، ددايکنډي ولايت دودانۍ دبنسټ  ډبره ددايکنډي دوالۍ معصومې مرادي ، دملکي او پوځي ادارو دچارواکو ، قومي مخورو دولايتي شورا غړو او دګڼ شمير خبريالانو په شتون کيښودل شوه .
ددايکنډي ولايت داستيناف  څارنوالۍ رييس داود اميري وويل چې دغه ودانۍ دلوى څارنوالۍ له پرمختيايي بودجې څخه  دڅه دپاسه  شپږ ديرشو مليونو افغانيو په لګښت  په دريو پوړونوکې جوړيږي چې شل اداري خونې ، دکنفرانس يو سالون او نور ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوي  او کار يې  په اتلسو مياشتو کې بشپړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته