امنیت

دوسله والوکسانو له خوا په پلخمري ښار کې ددوو تنو افغان خبريالانو ډبول .

کابل باختر دزمري شپږمه :
په بغلان ولايت کې  دوه تنه خبريالان  دوسله والو کسانو له خوان  وډبول شول او سخت ټپيان شول .
په پلخمري ښار کې دتنوير دخصوصي تلويزيون  خبريال حميدشيرزي او تصوير اخستوونکي حامدرسولي  نن سهار کله چې  دپلخمري دنوي ښاروال دمعرفي کولو له مراسمو څخه  ستنيدل  دوسله والو کسانو له خوا ووهل شول او وډبول شول .
  دبغلان ولايت  سيمه ئيز مقامات وايي  چې دغه وسله وال کسان دپلخمري  په ګوښه کړي شوي ښاروال پورې  اړه لري  او دهغوى دنيولو لپاره  پلټنې  پيل شوي دي .
دتنوير تلويزيون مسوول شير محمد جهش  باختراژانس ته وويل  چې وسله والو کسانو لومړى  ددغوخبريالانو دسپرلۍ موټر ودراوه او وروسته يې  هغوى  ووهل او وډبول .
  دجهش  دڅرګندونو له مخې  دغه خبريالان دپوليسو له يوه موټر څخه په استفادې سره  ديرغلګرو له منګولو څخه تښتيدلي دي .
  ويل کيږي  چې ددغو خبريالانو دسپرلۍ موټر او دخبريالۍ  وسايل  يرغلګرو له ځان سره وړي دي .
  دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ  ويندوى  جاويد بشارت وايي  چې  يرغلګر دپلخمري  په ګوښه کړي شوي  ښاروال پورې  اړه لري .
  دبشارت دڅرګندونو له مخې  ددغو يرغلګرو دنيولو لپاره  پلټنې پيل شوي دي .
تراوسه پورې  دپلخمري  پخوانۍ ښاروال  په دې باب  نظر نه دى څرګند کړى .
په پلخمري ښار کې  ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو دټپي خبريالانو روغتيايي حالت  مخ په ښه والى  بللى دى .
په همدې حال کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين  د تنوير تلويزيون  دخبريال او تصوير اخستوونکي  وهل او ډبول اوګواښل  يو جنايتکارانه عمل وباله او له  مقاماتوڅخه يې  په کلکه وغوښتل چې ډير ژر دى  ددغې پيښې عاملين ترقانوني پوښتنې لاندې  ونيسي .
  په افغانستان کې دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي  زياتوالي داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  او درسانه يي ټولنې او دمدني مرکزونو دسختې انديښنې  سبب شوي دي .
پرون هم  دبخدي دخبري اژانس خبريال  دپروان دوالي  دساتوونکو له خوا وډبول شو او وګواښل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته