(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کابل او نړۍ؛ هراړخیزې اړیکې یې ښې روانې دي

کابل، د وږي ۲۵ مه، باختر
تبصره:

دا یو واضح حقیقت دی، چې په نړیواله کچه د هېوادونو ترمنځ اړیکې یوه اړتیا ده او
باید وپالل شي او د دغو اړیکو د پاللو پر مهال هر هېواد هڅه کوي خپلې ګټې په نظر
کې ونیسي، چې الحمدلله افغانستان هم اوس مهال داسې یو حکومت لري، چې له
نړیوالو سره د اړیکو پر مهال دغه نقطه په پام کې نیسي.
مخکې تردې چې اسلامي امارت پر کابل واکمن شي، لیدل کېدل چې نړیوالو به دلته
خپلې موخې پرته له دې چې د افغانستان ګټې په پام کې ونیسي، تعقیبولې او داسې
څوک نه پیدا کېده چې پر وړاندې یې ودرېږي او د خپل وطن ګټې خوندي کړي.
مثلاً که د کانونو د کیندلو د قراردادونو په برخه کې له نړیوالو سره اړیکو ته نظر
وکړو نو د تېر حکومت پر مهال ډېر داسې راپورونه خپاره شول، چې بهرنیان په
غیرقانوني توګه د افغانستان زېرمې لوټې او په پخوانۍ اداره کې یې پر وړاندې د
درېدو څوک نه وو.
خو اوس به تاسو د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست
شیخ شهاب الدین دلاور خبرې اورېدلې وي، چې څو څو ځلي یې د دریځونو او مرکو
له لارې کړې دي، چې د یو ځانګړي میکانیزم له مخې د افغانستان کانونه خوندي دي
او هېڅ چاته اجازه نه ورکول کېږي، دغه کانونه په غیر قانوني توګه وکیندي او یا یې
لوټ کړي.
نوموړي دغه راز بار بار ویلي، چې ان له ځینو هېوادونو سره په پخوانیو قراردادونو
کې بدلونونه راغلي او هغه مادې ځینې لرې شوې دي، چې د افغانستان ګټه په کې کمه
وه.
شهاب الدین دلاور په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وایي، چې په ځینو قرار دادونو
کې ځینې مادې داسې وې، چې اړوند بهرني شرکتونه به کارګران له بهر څخه راولي،
خو اسلامي امارت له قراردادونو څخه دغه ماده لرې کړې او په نویو قراردادونو کې
ورسره منل شوي، چې افغانستان کې د کارګرانو او اړونده برخه کې د مسلکي افرادو
د نشتون په صورت کې به شرکتونه کارګران او متخصصان له نورو هېوادونو څخه
راولي.

6

دغه راز په سیاسي برخه کې د هغه وخت د تش په نوم ټاکنو پایلې به بهرنیانو ټاکلې او
د افغان ولس پر وړاندې یې یوه ستره ډرامه په لاره اچولې وه او د جعلي ډیموکراسۍ
په نوم یې تېر ایستل.
خو اوس افغانستان یو زعیم لري او یو دریځ لري او د همدې پر بنیاد پرمخ ځي؛ نه
څوک سرغړونه کولی شي او نه هم څوک د بهرنیانو په ملاتړ د قدرت جزیرې
جوړولی شي.
په امنیتي برخه کې هم اسلامي امارت د پام وړ پرمختګ کړی او په دې وروستیو کې
ګڼ راپورونه شته چې نړیوالو د افغان امنیتي ځواکونو له کارکردګۍ څخه رضایت
ښيي.
همدارنګه افغانستان اوس داسې یو بهرنیو چارو وزارت لري، چې په نړیوالو مسایلو
کې دریځ څرګندوي او نړۍ کې د طبعي پېښو پر مهال لاس په کار کېږي او د
خواشینۍ پیغامونه خپروي، لکه په وروستیو کې د فلسطینیانو څخه د ملاتړ پیغام،
مراکش او لیبیا کې د وروستیو طبیعي پېښو له قربانیانو سره د غمشریکۍ پیغام اونورو
دریځونه هغه څه دي، چې په نړیواله کچه د افغانستان هویت څرګندوي او دا له نړۍ
سره د افغانستان د مخ په پراخېدونکو ښو اړیکو ښکارندویي کوي.
په ټوله کې اوس مهال له نړۍ سره په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او نورو برخو کې
اړیکې داسې روانې دي، چې تر هغوی زیات په کې د افغانستان ګټې خوندي دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا