امنیت

دکونړ دځانمرګي بريد له ټپيانو سره دننګرهار دوالي نغدي مرسته .

کابل – باختر د کب دمياشتې ٩
دننګرهار ولايت سيمه ييز مقاماتوايي چې ددغه ولايت والي دکونړ ولايت له يو شمير ټپيانو سره نغدي مرسته کړې ده .
دننګرهار والي سليم خان کندزى ددغه ولايت دخلکو ديوشمير استازو په ملګرتيا دکونړ ولايت دځانمرګي بريد له ټپيانو سره وکتل او په هغوى يې نغدې پيسې وويشلې .
ښاغلي کندزى تيرماښام په مجلس کې دخلکو داستازى فريدون خان دننګرهار دولايتي شوراد غړي اجمل عمر او ددغه ولايت د يو شمير قومي مشرانو په ملګرتيا کونړ ولايت دعامې روغتيا روغتون ته لاړ او له ټپيانو سره يې وکتل.
دکونړ ولايت په مرکز اسعد آباد ښار کې پرون ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې يو څلويښت تنه ووژل شول او درې ويشت تنه نور ټپيان شول.
په همدې حال کې دننګرهار والي لارښوونه وکړه لس تنه ټپيان چې روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى د درملنې لپاره دننګرهار ولايت مرکز جلال آباد ښار روغتون ته وليږدول شي .
ښاغلي کندزى دغه راز ځانمرګي بريدونه چې دملکي وګړو دمرګ ژوبلې سبب کيږي په کلکه وغندل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته