سیاست

د وزيرانو شورا د قوانينو د دايمي کميټې په غونډه کې د ماليې او تدارکاتو د قوانينو طرحه وڅيړل شوه

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٩ :
د وزيرانوشورا د قوانينو دکميټې نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست د لومړي مرستيال او د دغې کميټې د رييس مارشال محمدقسيم فهيم په مشرۍ د صدارت دګلخانې په ماڼۍ کې  جوړه شوه.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
دغونډې په پيل کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال دهغو قوانينو د روښانوالې  او اسانوالې په رعايتولو باندې چې په هيواد کې دقانون  جوړولو دمرکزونو له خوا تدوينيږي؛ ټينګار وکړ او ويې ويل چې په دغې موضوع لاس پورې کول په  هيواد کې د قوانينو دتطًبيق لپاره ښه زمينه برابروي او دقوانينو دتطبيق په وخت کې دسرغړونو مخه نيسي .
دجمهوري رياست  لومړي مرستيال زياته کړه چې دقوانينو ډيرې ښې ځانګړتياوې دا دي چې وکولاى شي، هغو ټولو زمينو ته چې په  خاصه برخه کې د چارو دپرمخ بيولو لپاره په پام کې دي؛ دحل داسې لاره وړاندې کړي چې هم زموږ له ديني بنسټونو سره سمون ولري او هم زموږ دخلکو ملي ګټوته ځواب ووايي .
د وزيرانو شورا د قوانينو کميټې په ننني غونډه کې دعدليې وزارت معين، دماليې په تهيې اوتدارکاتو د ماليې د قوانينو طرحې غونډې ته وړاندې کړې او دهرې دغې طرحې د جوړولو دسابقې او څرنګوالې په باب يې مفصل معلومات وړاندې کړل .
وروسته وړاندې شوې طرحې په ترتيب سره د وزيرانوشورا د قوانينو دکميټې دغړو له خوا وڅيړل شوې او د غونډې دغړو له خوا د دغو قوانينو د ځينو مادو په باب  اصلاحي نظريې اوپيشنهادونه  وړاندې شول .
غونډې له غور اوڅيړنې وروسته، پريکړه وکړه چې په تهيې اوتدارکاتو د ماليې دقانون طرحه په ليکنه کې جدي ستونزه لري او دغه متن داسې پيچلتياوې لري چې نه شي کولاى په اسانى سره مفاهيم دقانون دتطبيق افرادو او مرکزونو ته  ورسوي .
له دې امله دعدليې د وزير په مشرۍ او د ماليې د وزير، دمالي چارو دسلاکار محمدياسين عثماني، په عدلي او حقوقي چاروکې دسلاکار وزير قانونپوه محمداشرف رسولي او د افغانستان د سوداګرۍ د خونو دعامل هيئت د رييس محمدقربان حقجو په ګډون، يو کميسيون  جوړشي چې په ډېر لنډممکن وخت کې  ددغه قانون طرحه بيا وڅيړي او د هيواد دملي ګټوپه پام کې نيولو او د اسانه اوساده ليکنې د اصل په رعايتولوسره دې يو نوى متن برابر او د وزيرانو شورا دقوانينو د کميټې يوې غونډې ته وړاندې کړي.
دغه راز د تدارکاتو د قانون طرحه د وزيرانو شورا د قوانينو د کميټې دغړو  د اصلاحي نظريو او وړانديزونوپه پام کې نيولوسره تائيد شوه او د راتلوونکو اجرااتوپه مقصد دافغانستان داسلامي جمهوريت د وزيرانو شورا غونډې ته وسپارل شوه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته