اقتصاد

خبرتيا

کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
لکه څنګه چې  خبرياست دمالياتي جرمونو د بخښنې او په سلو کې شل دماليې داصل دورکړې په باب دجمهوري رياست دحکم وروستۍ  مهلت د لومړي ځل لپاره او پاتې په اوو کلنو قسطونو کې د ١٣٩٧ کال د زمري دمياشتې  تر نهمې نيټې پورې و چې په عملي توګه پاى ته رسيدلى دى .
  له دغه حکم سره سم چې ددريو مياشتو موده يې دماليې دتحويلولو دبهير دپړاونو دبشپړولو  لپاره په پام کې  نيول شوي و او درسانه يي  مسوولانو دپوهاوي اومراجع لپاره ، داطﻻعاتو اوفرهنګ  وزارت دژورناليستانو فدراسيون ، دماليې وزارت ، داترا ادارې او دبريښنا شرکت په همکارى د خبري  کنفرانسونو ، درسنيو له مسوولانو سره دغونډو په قالب کې او هم دخبرتياو دچاپولو او خپرولو په چوکاټ کې پراخ پروګرام ترلاس لاندې  ونيوه او سره له دې هم ليدل کېږي  چې يو شمير رسنيو ددغه ستر امتياز اهميت  نه دى درک کړى او په ټاکلي وخت کې يې دحسابونو او دمالياتو دباقي دارى  دتصفيه کولو لپاره دماليې وزارت ته مراجعه نه ده کړې .
په دې  وسيله  رسنيو ته خبرورکول کېږي چې دهېواد له قوانينو سره سم  اودافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس په حکم  په ډډې لګولو سره هغه شمير رسنۍ چې دمالياتي حسابونو دتصفيې او دجواز  دتمديد لپاره په ټاکلې موده کې مراجعه نه ده کړې دهغوى دنشراتي فعاليت  جواز دفريکونسي امتياز او نور قانوني امتيازونه بې  اعتباره شوي دي .
  دفعاليت ددوام ، دنه مراجعې او دتکليف  دټاکنې په صورت کې له دغو رسنيو سره قانوني چلند کېږي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته