سیاست

کابل ته د سعودي ديپلوماتانو راستنېدل

کابل /د ليندې ١٠مه/باختر
د بهرنيوچارو وزارت وياند وايي: د سعودي عربستان ديپلوماتان کابل ته ستانه شوي دي.
سعودي عربستان د زمري په مياشت او په افغانستان کې له وروستيو سياسي بدلونونو وروسته په کابل کې خپل سفارت بند کړى و.
د بهرنيوچارو وزارت نن اعلام وکړ چې د سعودي عربـستان د سفارت دديپلوماتانو ١٤کسيز ټيم کابل ته ستون شوي دي.
دغه ديپلوماتان د لنيدۍ د مياشتې په نهمه نيټه کابل ته راغلل او افغانانوته يې د قونسلي خدمتونو وړاندې کول پيل کړي دي.
عبدالقهار بلخې په يوتيوت کې ليکلي دي موږ هغوى ته ښه راغلاست وايو، د سعودي عربستان د حکومت د دغه اقدام قدرداني کوو اوهغه د ښو اړيکو پيلامه بولو.
سعودي عربستان دويم هېواد دى چې په وروستيو اوونيوکې په کابل کې خپل سفارت پرانيزي.
مخکې له دې عربي متحده امارات هم په کابل کې خپل سفارت فعال کړى و.
داپه داسې حال کې ده چې د امريکا او د لويديحوهېوادونوپه ګډون يوشمېرهېوادونه دخپل دليلونو له مخې په کابل کې خپل سفارتونه وتړل او د خپلو سفارتونوچارې د قطر له دوحې څخه تعقيبوي خو د روسيې اوچين په ګډون يوشمېر هېوادونه د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته په افغانستان کې خپل ديپلوماتيکي شتون ساتلې دي.
المان هم غواړي چې په کابل کې خپل سفارت پرانيزي ، جاپان اود اروپا اتحاديه هم په کابل کې د خپلوسياسي نمايندګيو د فعالولو لپاره د ارزونې په حال کې دي.
د اسلامي امارت مقامات وايي په کابل کې د بهرنيوسفارتونو دعادي فعاليتونو د دوام لپاره يې ټول شرايط او امکانات برابر کړي دي.اود نړيوال وکنوانسيونونوله مخې عمل کوي اود اسلامي امارت د په رسميت پېژندلولپاره يې ټول شرايط برابر کړي دي.
ج-ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا