سیاست

تبصره

-کابل باختر دليندۍ  درې ويشتمه:
په داسې حال کې چې په هېوادکې د سولې د خبرو د پيلولو لپاره نوي ګامونه  د اخستلو په حال کې دي؛ د افغانستان خلک د خپل هېواد له دولتي چارواکو څخه غواړي چې په دې بهيرکې دې د لوړ او قوي دريځ په غوره کولو سره چې دولت يې د وسله والومخالفينو په نسبت په سياسي او نظامي برخه کې لري؛ د عمل ډګر ته ور ودانګي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
په دې وروستيو وختوکې د افغانستان په دننه اوبهرکې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پيلولو په باب خبرونو زور اخستى دى .
طالبانو يوځل په دوحه کې په خپل سياسي دفترکې د علني ميزو غونډې خبر ورکړ چې د افغانستان د دولت د خبرو د پيل څرنګوالى پکې وڅيړل شو .
روسانوهم د بين الافغاني سولې د پروګرام د پراخيتا په موخه له طالبانوسره خپلې اړيکې توجيه او اوس د پاکستان د صدر اعظم د سلاکارسرتاج عزيز په افغانستان کې د سولې د خبرو د احتمال خبرې کوي، دغه راز په نورو ځايونوکې هم د سولې د خبرو د پيل آوازې اوريدلې کيږي.
سوله، تفاهم او ديالوګ او په پاى کې د ملي او نړيوالو مسئلو په باب د يوبل ترڅنګ دريدل په سياسي اړيکوکې يوه ښه خبره ده او افغانان هم سخت ليوال  دي چې د تفاهم او ديالوګ له لارې په خپل  هېوادکې اوسني ناوړه حالت پاى ته ورسوي، خو په دې تينګار کوي چې په افغانستان کې سوله يوه پتمنه سوله او د تيرو ١٥ کلونو د لاس ته راوړنو په ساتنې سره وي.
هغه کسان چې نن د سولې او د بين الافغاني  خبرو د پيل  چيغې  وهي؛ په يوې کړۍ پورې اړه لري چې غږ يې په يو خاص وخت په يوه خاص فصل او په يوه خاص چاپيريال کې پورته کيږي چې په بېلابېلو برخوکې طالبانو ته فرصت برابر شي.
تر دوه درې مياشتو مخکې پورې چې په افغانستان کې په پراخه توګه پيل شوې وه؛ طالبانو ته د برياليتوب ډول وهل کيده او اوس چې امنيتي ځواکونه د جګړو په جبهوکې اوچت لاس لري او طالبانو زياتې ماتې زغملې دي؛ دغه کړۍ د سولې خبرې کوي .
افغان سياسي کارپوهان په دې باور دي: دغه کړۍ چې له يوبل سره په لاس يو کولوکې عمل کوي؛ په دې لټه کې دي چې طالبانو ته فرصت برابرکړي چې هغوى د سولې د خبرو د پروګرام په چوکاټ کې په داسې ډول د ملاتړ وړ وکرځي چې طالبان فرصت پيدا او د را روان پسرلي لپاره خپل ځان او خپل پوځي حالت ته پاملرنه وکړي .
  هغه کسان چې د طالبانو ملاتړ کوي؛ هغوى ته پروګرام جوړوي او لارښوونه ورته  کوي؛ له شک پرته خپلې ګټې او موخې لري او د خپلو همدغو موخو او پروګرامونو له مخې طالبان په کار اچوي .
د يادونې وړ ده چې افغانان هم له ځانه د ملي ګټو په نامه تعريف لري؛ ملي ګټې په سياسي معاملوکې سره کرښه ده او له هغې څخه سرغړونه نه زموږ دولت او نه هم زموږ خلکو ته د منلو وړ ده .
ټينګار په دې دى چې په افغانستان کې د سولې خبرې بايد په جغرافيايي او موسمي وخت پورې مقيدې نه وي؛ خبرې په هر وخت او هرځاى کې ترسره کيداى شي، خو اصل به دا وي چې دولت خپل قوي، حقوقي، سياسي او اجراييوي دريځ مخالفانو ته وښيي او له دغه دريځ څخه سياسي خبرې مديريت کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته