خبرونهاقتصادTOP

کابل: د امنیت پروژې – قلعه زمان خان پر سړک د قیر اچولو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومي ۵مه، باختر

د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د امنیت پروژې او قلعه زمان خان ترمنځ پر غځېدلي سړک د قیر اچولو چارې پیل شوې.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند د بګرامیو او الوخیلو ترمنځ، د امنیت له پروژې څخه تر قلعه زمان خان عمومي سړک پورې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د دغه سړک د قیر کولو چارې پیل شوې.

خبرپاڼه کې ويل شوي، چې یاد سړک د ۷۳۰  مترو په اوږدوالي او  ۳۰  متره پراخوالي سره، د یاد سړک د لومړۍ طبقې د قیر کولو چارې به د هوا د ښه والي په صورت کې د راتلونکو  ۱۰ ورځو په موده کې بشپړې شي.

دغه سړک د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ډیزاین سره برابر، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون په اساسي توګه جوړیږي.

کابل ښاروالۍ همدارنګه ویلي، چې د دغه سړک په اوږدو کې یو شمېر کورونه او ملکیتونه پراته ؤ، چې څه موده وړاندې یې استملاکي چارې بشپړه شوې وې.

افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا