ټولنه

په هرات کې د سيلاوونو د راوتلو له امله د لسو تنو وژل کېدل

 کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۲مه
په هرات ولايت کې ۱۰ تنه د سيلاوونو د راوتلو له امله ووژل شول.
دغه سيلاوونه دغه راز په لسګونو کورونه ويجاړ کړي او د کلي د سلګونو تنو اوسيدونکو د بې ځايه کېدو سبب شوي دي.
دغه سيلاوونه تېره شپه له سختو اورښتونو وروسته د اوبې په ولسوالۍ کې راوتلي دي .
د هرات ولايت د اوبې ولسوالۍ  يوه سيمه ييز  مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغوسيلاوونو د راوتلو له امله د دوو ماشومانو په ګډون لس تنه وژل شوي دي.
ده وويل: د استوګنې څه ناڅه ۶۰ کورونه هم په  دغو سيلاوونوکې ويجاړ شوي او په سلګونو تنه هم له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: خلکو د امنيتي ځواکونو او د ژغونې ټيمونو په همکارۍ وکولاى شول د تيرې شپې په بهير کې په سيلاوونو کې په لسګونو  بند پاتې شوي کسان وژغوري.
سيلاو ځپلو کسانو د خپلو کورونو په وتلو سره جوماتونو، ښوونځيو او د خپل خپلوانو کورونو ته استوګن شوي دي.
سيمه ييز مسوولان وايي چې ډير ژر د دغوسيلاوونو له زيانمنو شويو کسانو سره د مرستې بهير پيليږي.
  ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته