
کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر
د ترافیکي بهیر د تنظیم او د سړکونو د بېلولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري، له آزادۍ څلي څخه تر ټانک لوګر پورې د سړک د جدول جوړولو او اېښودلو چارې بشپړې شوې.
ټاکل شوې ده چې دا جدول به رنګ شي، چې ورسره جوخت به په سیمه کې د ترافیکي نظم سربېره ښاري ښکلا هم رامنځته شي.
یاد جدول په معیاري توګه د ماشینرۍ په وسیله تر برش کېدو وروسته د ۴۰۰ متره په اوږدوالي نصب شوی دی.
د یاد سړک لیکې مخکې نه وې بېلې شوې، چې له امله یې سیمه کې ترافیکي بهیر له ستونزو سره مخ کېده.
د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې د شاروالۍ له لورې د یو شمېر پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
افغانمل