ټولنه

يوه ميړه خپله ميرمن ووژله

کابلباختردمرغومي  دمياشتې ٢٥ : 
يوه  ميړه خپله  ميرمن تيره شپه  په تخارولايت کې  دتبر په گوزار سره ووژله.
دتخارولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالخليل اسير باخترآژانس ته وويل :
دغه سړى دتالقانو ښار دقولبرش د کلي اوسيدونکى دى خپله ٢٥ کلنه  ميرمن يې  دتبر په  ګوزارسره وژلې ده .
خبرځاى وويل :  قاتل سړي  سربيره  پردې  چې خپله ميرمن  يې ووژله ، خپل ورور   او دسيمي يوتن اوسيدونکي يې هم  ټپيان کړي دي.
دخبرځاي دڅرگندونوله مخې :  قاتل دپوليسو له خوا نيول شوي دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته