خبرونهټولنه

کابل: د خوشحال خان مېنې د (ب) او( ج) برخو ترمنځ د نښلونکي سړک د قير کولو چارې به ژر پیل شي

کابل، د لړم ۹ مه، باختر
کابل ښاروالۍ وايي، چې د خوشحال خان مېنې د (ب) او (ج) برخو ترمنځ د نښلوونکي سړک د قیر کولو چارې به ډېر ژر پيل شي.
د ياد سړک بنسټیز کارونه، چې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي، ۸۰ سلنه بشپړ شوي او ډېر ژر به یې دقیر کولو چارې هم پیل شي.
د غه سړک (۱۰۵۰) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، چې چارې به یې د پلو لارو، لښتیو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون، د روان کال د ژمي تر را رسېدو مخکې بشپړې شي.
د خوشحال خان مېنې نښلوونکی سړک قلعه وزیر له شېرولي وردګ واټ سره نښلوي، چې په جوړېدو سره به یې ډېرې ښاري آسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه هڅه کوي، څو تر لاس لاندې پروژې په دقت، چټکتیا او لوړکیفیت سره پلې شي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا