امنیت

د دولت ٧٦ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
امنيتي ځواکونو د هيواد په بېلابېلو ولايتونوکې د چاڼيزو عملياتو په بهير کې ٧٦ تنه طالبان ووژل .
باختر آژانس د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خولې خبر راکړ: دغه عمليات د ننګرهار، ارزګان،ميدان وردګو، قندهار، تخار، کونړ، پکتيا، کاپيسا ، غزني او د غور د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شوي دي.
د يادونې وړ ده ددغو عملياتو په بهيرکې دغه راز ٦١ تنه وسله وال مخالفين ټپيان او له هغوى څخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته