خبرونهاقتصادټولنه

کابل: د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه پرانیستل شوه

 کابل، د مرغومي۱۴مه، باختر

د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوه.

یاده پروژه د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي ولي محمد تائب، د اوبو د تاسیساتو د ساتنې، مراقبت او ګټې اخیستنې رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن مبارز او د اوبو او انرژۍ وزارت د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوه.

د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس انجنیر حبیب الرحمن حقپال د یادې پروژې د پلي کېدو موخه له قرغې بند څخه ساتنه او مراقبت یاد کړ.

نوموړي د اوبو د تاسیساتو ساتنې او مراقبت ته په اشارې سره له قراردادي شرکت څخه و غوښتل، چې د پروژې د پلي کېدو او کیفیت د ښه والي په برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي.

په ورته مهال، د پغمان ولسوالۍ عمومي ساحوي مدیر ښاغلي انجنیر محمد اسماعیل د پروژې په هکله معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دې پروژې د تطبیق کولو موخه د قرغې بند د ساتنې، مراقبت او د بند د شاوخوا د ویجاړېدو څخه مخنیوی دی.

د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د قرغې بند په پورتنۍ برخه کې د بند د کانالونو او بند ته د ننوتلو دروازو د ساتنې او مراقبت په موخه درې نورې پروژې پلي شوې دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا