سیاست

دلوى څارنوالۍ عالي شورا په هېواد کې په خوندي خوراکي توکو او درملو ټينګار وکړ .

کابل باختر  دثور  دولسمه :
لوى څارنوال محمد فريد حميدي دعالي شورا دغونډې په بهير کې  په خوندي خوراکي توکو او درملو دهېوادوالو  لاسرسۍ  دهغوى اساسي حقوق وبلل .
دلوى څارنوالۍ دعامه اړيکو امريت باختراژانس ته خبرورکړ :   دلوى څارنوالۍ دعالي شورا غونډه نن دمحمد فريد حميدي په مشرۍ  جوړه شوه او په هغې کې دلوى څارنوالۍ مرستيالانو او مرکزي رييسانو هم برخه لرله ، په دې غونډه کې دخبرو وړ يوه مهمه موضوع داوو بوريو تير تاريخ بورې په باب  دتدقيق او مطالعاتو رياست وړانديز و .
دغه بوره څه موده مخکې دهېواد دلويديځو  پولو له لارې د هرات ولايت ته راليږدول شوې وه .
دلوى څارنوالۍ عالي شورا پريکړه وکړه هغه کسان چې ددغې بورې په واردولو کې لاس لري په جدي توګه تر څارنې لاندې ونيول شي .
محمد فريد حميدي په دي باب وويل : لويه څارنوالۍ دعامه حقوقو دساتنې مسووليت په غاړه لري  په ښه کيفيت سره دخوراکي توکو او درملو لرل دهېوادوالو حقوق دي .
  دلوى څارنوالۍ عالي شورا پريکړه وکړه چې ګمرکاتو او دعامې روغتيا وزار ت ته دې لارښوونه وشي چې ددرملو او خوراکي توکو دتاريخ د تيريدو په باب په جدي توګه پاملرنه وکړي .
دلوى څارنوالۍ دعالي شورا له پريکړې سره سم بايد دخوراکي توکو او درملو دکارولو نيټه دوارداتو په وخت کې  دګمرکاتو اصلي معيار وي .
که چيرې  دتوکو تاريخ تير شوى وي ګمرکات  او دعامې روغتيا وزارت ددې حق نه لري چې تيرتاريخ مواد دکيفيت دتثبيتولو لپاره  لابراتوار  ته وليږي .
دغه راز دعالي شورا په دې غونډه کې دهرات ولايت داستيناف څارنوالۍ درييس سميع الدين  رحيم پاک روح ته دعا وشوه  په اروښاد سميع الدين رحيم  تيره اوونۍ په هرات ولايت کې ناوړه قصد وشو اوشهيد کړى شو .
په همدې حال کې دلوى څارنوالۍ عالي شورا يوځل بيا له جمهوري رياست او امنيتي بنسټونو څخه وغوښتل چې دڅارنوالانو دامنيت تامينولو ته زياته پاملرنه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته